د پناهنده او مهاجر تر منځ څه توپیر دی ؟

ASYLUM
Audio file

هر هغه څوک چه وغواړی بهر هیواد ته په خپله خوښه د کار ، تحصیل او یا د کورنی سره یو ځای کیدو لپاره لاړ شی
مهاجر نومیږی . د هر هیواد قانون د مهاجر لپاره فرق کوی . هر هیواد د مهاجر لپاره جداګانه قانون لری . هر څوک

مهاجر نه شی کیدای .تر څو هغه هیواد ونه غواړی. نو په دی خاطر هر هیواد دا حق لری چه هغه کسان چه پاسپورت او

ویزه ونلری او په قانونی شکل دی هیواد ته نه وی راغلی رد کړی . نو په دی اساس هر څوک چه وغواړی بل هیواد ته

تحصیل ، کار او یا د کورنی سره ژوند کولو لپاره لاړ شی او د اقامت لپاره ویزه واخلی . که چیرته څوک بدون له

پاسپورت او ویزی بل هیواد ته ننوځی او د پناهنده په څیر ځان ور وپیژنی کیدای شی څه رد شی . ورسته له هغه دغه

سړی په جبری توګه (دیپورت ) بیرته خپل هیواد ته لیږل کیږی . او تر لیږلو پوری کیدای شی د پولیسو له

خوا د اوږدی مودی ( څو میاشتو ) لپاره وساتل شی .او پس له هغه دغه سړی بلغاریا ته د بیرته راتګ ۵ کالو بندیز

لګول کیږی چه په ټوله اروپایی اتحادیه هیوادو او ناروی او سویس کښی اعتبار لری . د دی سړی د ګوتو نښه یو سیستم

کښی اچول کیږی . څه په دی ډول د هغه د ګوتو د نشان له رویه پیژندل کیږی چه آیا په بل هیواد کښی په دا سړی بندیز

.شته او که نه . او هم دی هیواد کښی ورته اجازه نه ورکول کیږی تر څو چه ۵ کاله نه وی پوره شوی