وروستنی درخواست

PROCEDURE
Audio file

کیدای شی چه یو وارلپاره د اداره له خوا تاسو منفی یا رد ځواب د ستاتوت لپاره اخیستی وی . که چیرته د بیا کتنو
لپاره مو محکمی ته در خواست لا نه وی کړی او یا مو که درخواست کړی وی او محکمی هم ستاسو د رد ځواب منلی

وی نور نو په بلغاریا کښی دی پاتی کیدو حق نه لری . په دی صورت کښی اداره نور ستاسو د راجستر کارت جدیدکوی

نه او کارت له تاسونه اخلی . په دی حالت کښی کیدای شی تاسو د پولیسو له خوا ونیول شی ( ارستوفن ) او یا هم د

مهاجرود پولیسو له خوا خپل اصلی هیواد ته ولیږل شی (دیپورت ) . پولیس کولای شی تاسو ته بلغاریا ته ۵ کلن بندیز د

.بیا راتګ درکړی . چه دا بندیز په ټولو اروپايی هیوادو کښی اعتبار لری

.د قانون په اساس تاسو حق لری ورسته درخواست د پناهنده ګی  لپاره د پناهنده ګی اداری ته ورکړی

تاسو باید په دی پوه شی چه ورستی درخواست نه وروسته دا د اداری مسولیت نه ده چه تاسوته بیا بله پروسه .شروع کړی او یا موقتی سند (کارد راجستر ) درکړی

د دی لپاره چه اداره وکولای شی تاسوته نوی پروسه د پناه غوښتنی واچوی نو تاسو باید نور تازه اسناد او شواهد اداری

ته وړاندی کړی کوم چه کولای شی وښی چه که تاسو خپل وطن ته ستانه شی نو تاسوته هلته خطر ده . او تاسو باید

.په دی سند کښی ټول خطرنه په ګوته کړی

په دوه هفتو (۱۴ ورځی ) کښی دی ننه اداره د دی تصمیم نیسی چه آیا تاسوته ستاسو د تازه معلوماتو په اساس ستاسو د

نوی درخواست په مقابل کښی نوی پروسه شروع کړی اوکه نه . هر کوم تصمیم چه اداره ونیسی هغه به لیکل شوی

تاسوته د امضا په مقابل کښی درکړی کیږی . که چیرته تاسوته د نوی درخواست په مقابل کښی د اداره ځواب منفی وی

نو تاسو حق لری چه محکمی ته درخواست وکړی . تاسو باید په ۷ ورځو کښی د ننه ورسته له دی چه منفی ځواب موله

اداری ه تر لاسه کړ محکمی ته درخواست کولای شی . تاریخ په پوره ډول په پام کښی ولری . که چیرته ۷ ورځوکښی

ورسته د اداری له منفی تصمیم نه محکمی ته درخواست ونکړی ورسته له ۷ ورځو تاسو د بیا درخواست حق له لاس

.ورکوی . ډیر ژر د هلسنګی او یا نورو وکیلانو څخه مرسته وغواړی