چیر ته پناه وغوښتل شی ؟

REGISTRATION
Audio file

د پناهنده ګی او یا ستاتوت لپاره هر دولتی مقام ته درخواست ورکول کیدای شی . اکثرآ عریضی سرحدی پولیسو یا د
مهاجرت اداری ته ورکول کیږی . د دی خبری دلیل دا دی چه ډیر خلک کوم چه پناهنده ګی لپاره راځی او یا غیر قانونی

داخل کیږی نو د دی له هغه ټاکل شوی لارو څخه نه راځی نو په همدی دلیل د سرحد پولیسو او یا د مهاجرینو د پولیس

.له خوا نیول کیږی

borderpolice.png

(Гранична полиция) د سرحد پولیسان شنه کالی لری او په بلغاریا یی (Border Police) او انګریزی د دوی په کالیوسره وی پولیس لیکل .شوی دی

له بهر څخه بلغاریاته بدون له اسنادو او بیا له بلغاریا څخه وتل غیرقانونی دی او دیوه جرم په شان سزا لری. ولی که

بهرنی پناه غوښتونکی وی نو قانون هغه ساتی او آزاد کوی یی . نو په دی خاطر ښه خبره ده چه له داخلیدو او د پولیسو د

لیدو سره سمدستی پناهنده ګی غوښتنه وکړی . د سرحد پولیس ټول هغه کسان چه ونیسی ورڅخه تحقیق کوی .دا ټول لیکل

کیږی او د ترجمان په واسطه تاسوته ویل کیږی او بیا تاسو پولیس او ترجمان لاسلیک کوی . که چیرته تاسو پدی وخت

کښی پناهنده ګی نه وی ویلی امکان لری چه تاسو د غیر قانونی داخل کیدو په خاطر محکمی ته ولیږل شی . خو تاسو لا

هم کولای شی په محکمی کښی پناهنده ګی و غواړی . که چیرته مو د سرحد پولیسوته اوهم مومحکمی ته د پناهنده ګی

غوښتنه ونکړی نو کیدای شی تاسو بیرته هغه هیواد ته له کوم چه بلغاریا ته راغلی یاست ولیږی شی او یا هم دیپورت

.شی او خپل هیواد ته ولیږی شی

په بلغاریا کښی دا پروسی د مهاجرو د پولیسو له خوا سرته رسیږی

چه د مهاجرو د اداری په نامه یادیږی دمهاجرو پولیس فولادی کالی

borderpolice.png

(Миграция) اغوندی چه مخکی کښی په بلغاریایی .پولس لیکل شوی (Migration) او انګریزی ژبه

د مهاجرو پولیس حق لری هغه کسان چه په غیر قانونی ډول بلغاریا ته ننوتی دی په مخصوص مرکزونوکښی تحقیق لپاره

.بند کړی تر هغه پوری چه د دوی بیرته تګ لیږلو کارونه وشی

په بلغاریا کښی دوه ځایونه د تحقیق او ساتنی شته چه یوی یی لوبیمیتس (د بلغاریا او ترکیه سرحد سره ) او د

.بوسمانسی مرکز ( صوفیه ته نږدی ) دی . د غیر قانونی کسانو ساتل امکان لری تر ۶ میاشتو پوری ورسیږی

ولی کله هم د محکمی د اجازه له مخی تر ۱۸ میاشتی هم کیدای شی . تر ۱۸ میاشتو پوری د تحقیق مرکزو کښی ساتل

کیدای شی او امکان لری چه د بلغاریا د امنیتی کارکوونکو له خوا تاسو نه تحقیق وشی دوی د دولتی امنیت په نامه یادیږی

که چیرته تاسو د پناهنده ګی درخواست نه وی کړی نو تاسوکولای شی خپل درخواست د تحقیق مرکز کښی پولیس ته

ورکړی . دا پولیس ډیر وخت ترجمان نلری نو په دی خاطر د هلسنګی وکیلان چه ترجمان هم ورسره وی او

.تاسو سره د پناه غوښتنی د درخواست په لیکلوکښی مرسته کوی . دا وکیلان د ملګرو ملتو لپاره کار کوی

.او معمدلآ د دوشنبه په ورځوکښی له دغو دوه تحقیق او ساتنی مرکزونو څخه کتنه کوی

شپږ ورځی ورسته له هغه چه تاسو د پناهنده ګی درخواست پولیس ته ورکړ تاسو خوشی کیږی . که چرته تر ۶ ورځو

تاسو خوشی نه شوی نو محکمی ته شکایت کولی شی او د دی کار لپاره د هلسنګی د وکیلانو څخه چه په وړیا دی کار

.اخیستی شی . که هر څه سم وی او مانع وجود ونلری نو تاسو آزاد کمپ ته لیګل کیږی

د پناهنده ګی اداره د بلغاریا یو رسمی اداره ده چه صلاحیت لری تاسو ته پناهنده ګی یا ستاتوت په بلغاریا کښی درکړی او

.د ژوند کولو لپاره بلغاریا کښی پاتی شی

که چیرته قانونی او غیر قانونی بلغاریا ته راغلی یاست او پولیس تاسو نه وی نیولی تاسو کولای شی چه په خپله مستقیمآ د

.پناهنده ګی درخواست د پناهنده ګانو ګمپ کښی ورکړی