د اعتلاض ورقه یا درخواست ورکول

APPEAL
Audio file

تاسوته امکان لری چه ستاسو پناهنده ګی ځواب مثبت وی او تاسوته وضعیت یا ستاتوت درکړی . اویا هم امکان لری

ځواب منفی وی اوتاسوته رد وضعیت یا ستاتوت وی . د اداری کارکوونکی باید تاسوته د خپل تصمیم کاپی ستاسو د امضا

په مقابل کښی درکړی . اومخکی له هغه چه دا کاپی تاسوته درکړل شی تاسوته به د ستاسو ژبه د ترجمان په زریعه

.ولوستل شی

که چیرته تاسو په مورد کښی ځواب منفی وی او تاسوته وضعیت یا ستاتوت ورنه کړل شی نو تاسو کولای شی چه

محکمی ته درخواست وکړی تر څو محکمه امر ورکړی چه تاسوته د وضعیت یا ستاتوت درکړل شی . د دی کاپی د

اخیستلو اود کاپی د رسید له امضا کولو څخه انکار مه کوی. که چیرته مو ځواب منفی وی او تاسو د امضا کولو ډ ډه

وکړی نو تاسوپسی هغه تاریخ چه په کوم تاریخ مو امضا ونکړی د دوباره تجدید نظر وخت حساب کیږی . نو تاسو وخت

له لاسه مه ورکوی . نو که تاسو غواړی چه د دوباره نظر لپاره درخواست ورکړی نو تاسو دی کاپی ته ضرورت لری

چه خامخايی وکیل له تاسو غواړی . د منفی ځواب د کاپی څخه بغیر وکیل نه شی کولای ستاسو درخواست د دوباره نظر

.لپاره برابرکړی . وکیل دی ته اړتیا لری چه وګوری چه په کومو دلایلو تاسوته منفی ځواب رسیدلی دی

د دوباره نظر لپاره درخواست باید په ټاکل شوی وخت کښی
د ننه ورکړل شی . دغه تاریخ تاسوته د ځواب کاپی درکولو

.نه شروع کیږی . دا تاریخ د کاپی په آخر برخه کښی لیکل شوی

او له دی تاریخ څخه تاسی د ۷ – ۱۴ ورځو پوری وخت لری

.چه دوباره نظر لپاره درخواست ورکړی

دا وخت له لاسه مه ورکوی. که چیرته په دی تاریخ کښی د ننه تاسو درخواست ورنکړی ورسته له هغه محکمه ستاسو

درخواست نه اخلی اوستاسو د ستاتوت یا وضعیت منفی ځواب آخری ځواب کیږی او ستاسو پروسه د پناهنده ګی لپاره په

.بلغاریا کښی ختم کیږی . دا وخت بیا د بلغاریا دولت د دی حق لری چه تاسو بیرته خپل اصلی هیواد ته ولیږی

د دوباره نظر درخواست لپاره کوم د پیسو مصرف نشته . د دوباره نظر لیکلو او برابرو لپاره به ډیره ښه وی چه د وکیل

.کمک واخلی