د یو ماشوم په حیث په بلغاریا کښی څه حقوق لرم ؟

UNACCOMPANIED CHILDREN
Audio file

.که چیرته تاسو تر ۱۸ کالو کم عمر لری نو تاسو ځانګړی حقوق لری چه د بلغاریا دولت باید ورته احترام وکړی

:تاسو د پناهنده ګی پروسه په جریان کښی دالاندی حقوق لری

.کولای شی بلغاریا کښی تر هغه پاتی شی تر څو چه ستاتوت واخلی

.د راجستر کارت واخلی چه د پیژندی کارت پرځای ده

.د پناهنده ګانو په کمپ کښی ځای درکړل شی

.د ناروغی په وخت کښی تاسوته درملنه مرسته وشی

.زده کړو لپاره بلغاریايي مکتب کښی شامل شی

.د مرکو په وخت کښی تاسو ترجمان ، وکیل ، او ټولنیز کارکوونکی ته لاس رسی ولری

.تاسوته ځواب ورسیږی چه بلغاریا کښی ستاتوت درکول کیږی که نه

:که په بلغاریا کښی ستاتوت واخلی لاندی حقوق لری

یو بالغ کس تاسو ته سر پرست وشمارل شی چه ستاسو د حقوق رسیدلو ، دایمی اسناد تاسو ځای په ځای کیدو کښی

.مکتب کښی شاملیدو لپاره ستاسو سره مرسته وکړی

که چیرته څوک د سرپرستی

لپاره ستاسو څخه پیسی وغواړی

دا غیر قانونی ده او په دی هکله

.خپل وکیل ته ووایاست

پیژندنی کارت د سفر د جواز سره (travel document) دبلغاریا نه د وتلو په خاطر له پولیس څخه

.لاس ته راوړی

.زده کړه وکړی د بلغاریا په مکتبونوکښی ، پوهنتونونو او فاکولتوکښی

.تاسوته اجازه درکول کیږی بلغاریا کښی خپلی کورنی سره یو ځای شی

.بدون له کومی اجازه څخه د کار حق ورسته د ۱۸ کلنی څخه

.۳ کاله ورسته له د پناهنده ستاتوت څخه بلغاریا تابعیت اخیستی شی او ۵ کاله ورسته د بشر دوستی ستاتوت څخه

سفر کول لکه د بلغاریا اصلی اوسیدونکو په څیر که چیرته د پناهندګی ستاتوت مو اخیستی وی او خارج ته سفر لکه

.بلغاریا کښی د دایمی میشتو په څیر که چیرته مو ستاتوت د بشر دوستی اخیستی وی