فیصله د تاسو په مورد کښی او تاسوته ورکول

PROCEDURE
Audio file

ستاسو له راجستر کیدو ورسته ستاسو مرکه کوونکی باید په دریو میاستو کښی د ننه تاسو ته ځواب درکړی او تصمیم

ونیسی که چیری ستاسو دا پروسه دریو میاشتو زیاد دوام کوی نوستاسو مرکه کوونکی تاسوته باید لیکل شوی خبرتیا

درکړی .

که چیرته تاسوپه خپله خوښه وغواړی چه له دی پروسی مخ ته تلو څخه ډډه وکړی او خپل درخواست د ستاتوت لپاره

بیرته واخلی نو تاسو باید په دی پوه شی چه تاسی خپل ټول د پناهنده ګی حقوق په بلغاریا کښی له لاس ورکوی . تاسو ته

په خپله مرکه کوونکی ویلی شی چه تاسوته په بلغاریا کښی وضعیت (ستاتوت ) درکول کیدای شی اوکه نه . مرکه کوونکی

.تاسو درغواړی او خپل تصمیم په لیکل شوی بڼه تاسوته درکوی

کله چه مرکه کوونکی خپل تصمیم تاسوته وايی نو ترجمان هم وی او دی خپل لیکل شوی تصمیم یو کاپی تاسوته درکوی

.او له تاسونه د تسلیمی امضا غواړی

که چیرته له کمپ څخه باندی ژوند کوی نو تاسوته به لیک د پوسته په وسیله ستاسو هغه آدرس ته چه د اداری سره ده

درولیږل شی . او په دی لیک کښی به له تاسو غوښتنه وشی چه ډیر ژر هغه کمپ ته ورشی چیرته چه تاسو سره مرکه

.شوی او د امضا په مقابل کښی ستاسو په مورد کښی دی تصمیم پاڼه تر لاس کړی