(مرکه (مصاحبه

PROCEDURE
Audio file

د پناهنده ګی د پروسه په وسیله د پناهنده ګانو اداره تاسوته د ځواب ورکولو تصمیم نیسی . چه آیا تاسوته په بلغاریاکښی د

پاتی کیدو اجازه ورکړی (قبولی ) آیا د پناهنده ګی وضعیت ( ستاتوت ) اویا د بشر دوستی وضعیت (ستاتوت ) وی . د دی

ستاتوت یا وضعیت دی توپیر یا فرق موندلو لپاره تاسی کولای شی د دوی فرق د پناهنده ګی او بشردوستی ستاتوت یا

.وضعیت کښی پیدا کړی

د دی تصمیم نیولو لپاره د اداره کارکوونکی ستاسو د مرکی لپاره تاسو سره تماس نیسی . ورسته له تاسو غوښتنه کیږی

.چه هغه سند امضا کړی په کوم کښی چه ستاسو د مرکی تاریخ او وخت له کوم کارکوونکی سره ذکر شوی وی

.کله چه تاسو یاداشت نامه یا (بلیشکه ) لاس ته راوړی
.په هغه کښی تاریخ او وخت ستاسو د مرکی لپاره لیکل شوی وی
.ضروری ده چه په هغه وخت او تاریخ خپلی مرکی ته حاضر اوسی
د مرکی په وخت کښی څه باید وکړ.؟

په ډیر تفصیل سره معلومات ورکړی چه ولی مو خپل وطن پریښود.او تر څوه کولای شی د هر یو معلومات په مقابلکښی دقیق تاریخ ورکړی . غلط معلومات او یا هم دروغ معلومات هیڅ کله مه ورکوی . مرکه کوونکی کیدای شی تاسو په درواغو ویلو ډیر ژر پوه شی او دا کار تاسوته زیان رسوی . په پام کښی ولری چه هر څه معلومات تاسو د خپل ځان په مورد کښی په مرکه کښی ورکوی نو دی ټولو معلوماتو مسولیت ستاسو دی . خپل حقیقی نوم ورته ووايي . که چیرته تاسو غلط نوم ووایاست ستاسو هغه اسنادونه چه کولای شی ورسته له ستاتوتنه په بلغاریا کښی ورڅخه ګټه واخلی لکه ( پاسپورت ، دیپلوم ) له لاسه ورکوی او خپلو هغو کورنیوته چه په نور اروپايي هیوادو کښی دی نه شی ورتلای . که چیرته ستاسو پام شوی وی چه په راجستر کښی مو نوم غلط لیکل شوی نوپه مرکه کښی ورته ووایاست چه هغه جوړ کړی . که چیرته تاسو کوم اسناد د ثبوت په ډول لری چه ستاسو د خبرو ثبوت وی نو مرکه کښی ورکړی . دا کار به ستاسو پهمورد کښی تصمیم ګړندی کوی . د مرکی په وخت کښی تاسو چه په کومه ژبه پوره خبری کولای شی د ترجمان حق لری .کولای شی خپل ترجمان بدل کړی که د ترجمان سره مشکل لری . تاسو حق لری وغواړی چه د مرکی وخت .کښی ستاسو هم جنس ترجمان او د مرکه کوونکی ولری