څه باید وکړم تر څو خپلی کورنی سره یو ځای شم

FAMILY REUNIFICATION
Audio file

تاسو باید لیکل شوی درخواست د پناهنده ګانو اداری کمیټی ته ولیکی . له دی درخواست سره تا سو باید ستاسو نکاح نامه

او ستاسو د اولادو د زیږدو اسناد ورکړی . که چیرته تاسو دا اسناد له ځان سره نه لری نو تاسو باید یو اقرار لیک ولیکی

او په دی اقرار لیک کښی د هغوی نومونه ، د زیږدو تاریخ ، د زیږدو ځای او د هغوی د اوسیدو آدرس ولیکی . او دا لیک

د رسمی اسنادو «نفر ته » ته وسپاری ورسته له هغه چه تاسوته ستاسو د کورنی د غړو سره د یو ځای کیدو اجازه

درکړل شوه د بلغاریا دولتی مقامات په رسمی ډول دا خبر د هغه هیواد سفارت ته ورکوی په کوم هیواد کښی چه ستاسو د

.کورنی غړی دی . ورسته له هغه ستاسو کورنی غړی د خپل پاسپورت سره د بلغاریا سفارت ته د ویزه لپاره ورشی

که چیرته ستاسو د کورنی عړی پاسپورت نه لری نو د بلغاریا سفارت هغوی ته کولای شی د سفر اسناد (پساوان ) برابر

کړی . که چیرته نه پوهیږی ستاسو د کورنی غړی چیرته دی تاسو کولای شی د پناهنده ګی د اداری څخه وغواړی چه

د هغوی په لټه یا پیدا کولو کښی شی . په دی حالت کښی د پناهنده ګی اداره د (UN) یا سره میاست څخه په

.بلغاریا کښی هیله کوی چه ستاسو د کورنی د غړو پیدا کولو کښی د بلغاریا څخه باندی مرسته وکړی

ستاسو د کورنی د غړو چه د اوسیدو ځای معلوم نه وی
.د بلغاریا سره میاست کښی د هغوی پیدا کولو امکانات شته Bulgarian Red Cross