څه باید وکړم که چیری د کورنی د غړو سره د یوځای کیدو لپاره منفی ځواب واخلم؟

FAMILY REUNIFICATION
Audio file

تاسو کولای شی چه محکمی ته درخواست ورکړی تر څو هغوی د پناهنده ګی کمیټی ته امر وکړی چه تاسوته

.ستاسو د کورنی سره یو ځای کړی

په دوه هفتو یا ۱۴ ورځو پوری تاسو باید خپل درخواست محکمی ته ورکړی . تاسو باید دا عریضه یا درخواست د

خپلی اداروی محکمی ته چیرته چه ژوند کوی او دا آدرس مو راجستر کارت کښی هم ده ورکړی . تاسو کولای شی دو

محکمو ته درخواست ورکړی . که د لمړی محکمی ځواب تاسوته د منلو وړ نه وی نوتاسو کولای شی د بلغاریا عالی

محکمی ته درخواست ورکړی او د بلغاریا د عالی محکمی ځواب به آخری ځواب وی . تاسو کولای شی د عریضی د

لیکلو لپاره د هلسنګی د وکیلانو څخه مرسته واخلی . دا وکیلان مصرف نه لری . یعنی وړیا دی . او هغوی کولای شی

.تاسو ته د پناهنده ګی او دوباره نظر په باره کښی پوره معلومات درکړی

.که چیرته محکمی ته ځی نو تاسو باید ډیر ژر له وکیل سره ووینی مخکی له دی چه تاکل شوی موده له لاسه ورکړی

که چیرته غواړی چه له کمک لپاره په محکمه کښی وکیل ولری نو د هلسنګی کمیټی ته ورشی هغوی یو مخصوص

درخواست ستاسو د دوباره نظر عریضی سره برابر وی او غوښتنه کوی چه تاسوته دی محکمی کښی وکیل په

وړیا توګه درکړی شی .دا رسمی وکیل کله چه تاسو ته درکړی شو حق نلری تاسو نه پیسی وغواړی پدی خاطر چه

.د بلغاریا دولت هغوی ته پیسی ورکوی