د پناه غوښتنی په پروسی په لړکښی کوم کارونه نه شو کولای ؟

RIGHTS AND OBLIGATIONS
Audio file

د پناه غوښتنی پروسی په جریان کښی د حقوقو تر څنګ وظیفی هم لری . د یوه پناه غوښتنکی کس په توګه تاسی باید د
.بلغاریا ټولو قوانینو ته احترام وکړی

په لمړی ځل کښی تاسو نه شی کولای په خپل سر غیر قانونی د بلغاریا له سرحد څخه تیر شی. ستاسو هر وار چه د غیر

قانونی تیریدو لپاره د بلغاریا نه وکړی یو جرم حساب کیږی . په لمړی سر کښی کله چه بلغاریا ته په غیر قانونی توګه

داخل شوی کیدای شی تاسو ته سزا نه وی درکړی شوی پدی چه تاسو د بلغاریا له پولیسو او یا محکمی څخه د پناه

غوښتنه کړی ، خو هغه کسان چه غیر قانونی بلغاریا ته راننوتلی دی او د پناه غوښتنه یی نده کړی د بلغاریا د قانون سره

محکمه کیدای شی . او یا هم تاسو کیدای شی چه خبر نه یاست چه محکمه شوی یاست خو اوعمومآ محکومیت مو یو

معلق حکم حساب کیږی تر څو چه بیا جرم وکړی . که چیری په غیر قانونی توګه تصمیم ونیسی چه له بلغاریا ووځی

نو تاسو خامخا سزا وینی . او که چیرته تاسو په لمړی ځل په غیرقانونی داخلیدوبلغاریا ته محکمه شوی یاست او تاسو

.بیا په غیر قانونی له بلغاریا د وتلو هڅه وکړی نو تاسو دوه واری مجرم کیږی او کیدای شی چه په بند محکوم شی

ستاسو د راجستر کارت کښی هغه سیمی په نښه شوی دی چیرته چه تاسو تګ راتګ کولای شی . له دغی سیمی څخه د

باندی وتلو لپاره باید دی کمپ د ریس اجازه ولری . تاسو له دغه سیمی د وتلو لپاره باید د کمپ ریس ته لیکلی درخواست

ورکړی او په هغه کښی ولیکی چیرته ځی ،ولی ځی ، څه کوی او څومره مودی ته ځی . که چیرته تاسو ته د کمپ ریس

اجازه خط درکړی تاسو له خپلی سیمی څخه بدون له کوم مشکل بیا وتلی شی . په یاد څاتی چه اجازه خط یو معیاد لری او

که له خپل تاریخ واوړی نو تاسو د تمدیدولو لپاره د درخواست ورکولو ضرورت لری او د کمپ له ریس نه به بیا اجازه

.خط اخلی . تاسو کومی اجازه نامه ته صرورت نه لری که محکمی غوښتی یا ست او که داکتر ته ورځی

که چیرته تاسو ته د اداری له خوا ځای درکړی شوی وی نو دا ستاسو وظیفه ده چه د کمپ د یوه نفری او یا شریک

اطاق او د اطاقو له شیانو څخه ساتنه وکړی . او هم په کمپ کښی د کمپ نظم وساتی . که چیرته تاسو د کمپ او یا د کمپ

شیانو ته ضرر ورسوی ، تاسو د اداری د کارکوونکو له خوا د ۵۰ څخه تر ۲۰۰  لیوه پوری جریمه کیدای شی . او هم

اجازه نلری چه له کمپ څخه باندی ووځی او یا هم بل چیرته یوه شپه تیرکړی . تاسو کیدای شی د اوږدی مودی لپاره له

کمپ نه باندی تیر کړی خو تاسی د کمپ د ریس اجازه ته اړتیا لری . او که اجازه وانه خلی اوله کمپ څخه ووځی او

غیر حاضرشوی نو کیدای شی دوباره کمپ کښی ځای در نکړای شی تر ټولو مهمه خبره دا ده چه کوم څوک چه له تاسو

.سره مصاحبه کوی او تاسو ته د هغه لیک یا نیټه او وخت معلوم شوی وی په خپل وخت باید ورسره وګوری

که چیرته تاسو په ټاکل شوی وخت هغه کمپ اداری ته چه تاسو سره مصاحبه کوی حاضر نه شی دا کار مو کیدای شی

.ستاسو د پناه غوښتنی پروسه ختم شی او تاسو د پناه غوښتنی حق له لاسه ورکړی