زه څه باید وکړم که چیری زما فامیل او یا نږدی خپلوان په نورو اروپايي هیوادو کښی وی

UNACCOMPANIED CHILDREN
Audio file

که چیری مور یا پلار مو په بل اروپايي هیواد کښی وی ، تاسو حق لری چه د بلغاریا له دولت څخه غوښتنه وکړی تاسو

.هغه هیواد ته چه ستاسو مور یا پلار یا دواړه دی ولیږی

همدارنګه تاسو حق لری غوښتنه وکړی چه که ستاسو نور خپلوان لکه نیکه ، انا ، تره ، ترور ، بالغ ورور یا بالغ خور په

.بل اروپايي هیواد کښی وی ورولیږل شی

نو له دی کبله تاسو باید خپل د پناهنده ګی مرکه کوونکی ته دا معلومات ورکړی او هم که چیرته تاسو سره اسناد وی چه

وښی ستاسو نژدی خپلوان په بل اروپايي هیواد کښی دی خپل مرکه کوونکی ته تسلیم کړی او غوښتنه وکړی تاسو هغه

هیواد ته واستول شی . او باید په هغه اقرار لیک کښی امضا وکړی چه تاسو غواړی واستول شی . ستاسو د سفر اجازه د

.هغه هیواد له خوا درکول کیږی کوم ته چه تاسو غواړی لاړشی . د بلغاریا دولت دا اجازه تاسو ته نه شی درکولای

امکان لری چه دا یو څه وخت ونیسی او ښه دی چه انتظار وباسی په دی خاطر چه که چیرته مثبت ځواب په بلغاریا کښی

واخلی نو تاسو په قانونی بڼه کولای شی ورسته هغه هیواد ته ولاړشی . که چیرته تاسو انتظار ونه باسی او هڅه وکړی

په غیر قانونی توګه هغه هیواد ته لاړشی نو د دی خطر شته چه تاسو بیرته بلغاریا ته راواستول شی په دی خاطر چه

تاسو انتظار نه شوی چه په قانونی بڼه لاړشی . کله چه ستاسو اجازه د سفر د بل اروپایي هیواد څخه راشی نو د

بلغاریا دولت ستاسو د سفر لپاره ترتیب نیسی او اسنادونه د سفر درته جوړ وی . که چیرته تاسو ته له هغه هیواد څخه

.منفی ځواب راشی نو ستاسو خپلوان په هغه هیواد کښی کولای شی د دوباره نظر لپاره محکمی ته درخواست وکړی