په خپله خوښه بیرته تګ

VOLUNTARY RETURN
Audio file

که چیرته تاسو نور کوم مشکل او یا ډار نلری او له هغه څه چه ډاریدی په خپل وطن کښی هغه مشکل حل شوی او په
خپله خوښه غواړی ولاړشی نو تاسو مرسته لاس ته راوړی شی . او هم تاسو کولای شی ورسته له هغه چه منفی ځواب

.مو لاس راوړی او محکمی ځواب هم منفی وه او تاسو په خپله خوښه غواړی لاړشی

ورسته له هغه چه تاسو ته آخری ځواب هم منفی راشی نو تاسو نور نه شی کولای چه په بلغاریا کښی پاتی شی او د دی

امکان شته چه د مهاجرینو پولیس خپل هیواد ته په زور ( دیپورت ) ولیږل شی . او په دی وخت کښی تاسو باندی ۵ کلو

.بندیز د بیرته راتلو بلغاریا ته لګیږی چه په ټولو اروپایی هیوادو کښی اعتبار لری

د دی لپاره چه په زور ونه لیږل شی او ۵ کلن بندیز په تاسو ونه لګول شی تاسو کولای شی چه په خپله غوښه تلو لپاره

.حاضر شی

.په خپله خوښه تلو لپاره تاسو د بلغاریا د مهاجرو اداره ( د بلغاریا مهاجرو پولس ) ته عریضه یا درخواست ورکولای شی

.که چیرته د دوباره تلو لپاره اسناد او یا پيسی نلری کولای شی د مهاجرت د اداری (وزارت داخله ) څخه مرسته وغواړی

.دی په شان اسناد او نقدی کمک کولای شی چه له (IOM) یا د مهاجرو نړیوالوسازمان څخه لاس ته راوړی

د مهاجرینو نړیوالو سازمان (IOM) د دی تر څنګ چه ستاسو د دوباره تلو لپاره نقدی کمک کوی ستاسو سره د دوباره

ژوند برابرولوکښی ستاسو په هیواد کښی ستاسو په خپله خوښو تلو څخه وروسته هلته هم مرسته کوی . دا مرستی په لاندی

ډول دی

روغتیای مرستی او د درملنو اخیستل

روحی ، ټولنیز او روغتیانی مرستی

.د ماشومانو زده کړی

که تاسو د کوچنی سوداګری پلان وړاندی کړی تاسو سره اقتصادی مرسته د دی کارو بار لپاره کوی


iom.png

آدرس (IOM) د مهاجرینو نړیوالو سازمان یا
صوفیه : کوڅه « څار اسین » نمبر ۷۷
تلیفون: 00 359 2 93-94-774
Web site: www.iom.bg