ځای ورکول

RIGHTS AND OBLIGATIONS
Audio file

که چیری مو دی حمایت لپاره درخواست ورکړی وی نو تاسی حق لری په کمپ کښی پاتی شی . کورنی حق لری غوښتنه
.وکړی چه ټول په یو ځای کښی په کمپ کښی ژوند وکړی

.ورونه او خوندی بغیر له دی چه لوی دی او که واړه حق لری په کمپ کښی په یو ځای کښی وی

هغه ماشومان چه مندی او پلارونه لری حق لری غوښتنه وکړی چه په هغه ځایونو کښی چه کورنی او ماشومان وی

.په کمپ کښی ژوند وکړی

او دا ماشومان حق لری غوښتنه وکړی چه په هغه کمپ کښی چه په هغه ځای کښی ژوندونه کړی چیرته چه بیګانه خلک

وی . که چیرته تا سوته ځواب راغلی وی خو د دوهم او دریم وار لپاره درخواست ورکوی نو ورسته له اول ځواب

څخه نور په کمپ کښی د ژوند کولو حق نه لری . تاسو خپله باید ځان ته د هستو ګنی ځای پیدا کړی . خو که چیرته

ماشوم او یا معیوب هم یاست او کمک ته ضرورت لری نو بیا له اول ځواب څخه ورسته هم کولای شی په کمپ کښی پاتی

.شی . هغه کسان چه له دوهمه او یا دریم ځواب څخه ورسته هم په کمپ کښی پاتی کیدای شی دالاندی خلک دی

ماشومان ، معیوب ، زاړه خلک ، امیدوار ښځی ، د هغو ماشومانو چه مور یا پلار چه طلاق وی ، هغه کسان چه

سخت ناروغتیا لری ، دی قاچاقبرو قربانیان ، هغه کسان چه روحی ناروغی لری ، او یاهم ورسته له جنسی تجاوز ورته

.روحی ناروغی پیدا وی او یا هم له جنګ ورته پیداوی

په بلغاریا کښی د مهاجرو څو کمپونه دی ؟:

p1.png

د پستروګور کمپ

آدرس : کلی پستروګور ۶۵۱۹ ، آبشتینه
سویلین ګراد ، آبلاست ، خسکوا


p2.png

د خرمنلی کمپ

آدرس : خرمنلی ۶۴۵۰ ، ژ . ک . « دروژبا » ۲۳
آبلاست خسکوا


p3.png

د بانیه کمپ

آدرس : کلی بانیه ۸۹۱۴ ، آبشتینه نافه زګورا ،
ریان مینیرالنی بانی ۱۷
آبلاست ستارازګورا


p4.png

د آفچه کوپل کمپ

آدرس : صوفیه ۱۶۱۸ ، کوارتال آفچه کوپل
کوڅه « مونتیوفیدو » نمبر ۲۱ آ


p5.png

د ورژدیبنه کمپ

آدرس : صوفیه ، کورتال ورژدیبنه
بولیوارد باتف ګرادسکو شوسه ۲۷۰


p6.png

د واینه رامپه کمپ

آدرس : صوفیه ، واینه رامپه
کوڅه « لوکوموتیف » ۱۱


که چیرته غواړی چه له کمپ څخه د باندی ژوند وکړی نو تاسو به د ضرورت په اندازه پیسو ته اړه ولری تر څو وکولای شی د خپل
.هستوګنځی میا شتنی کرایه تر هغه وخت پوری ورکړی تر کومی چه ستاسو د پناهندو یا پناهنده ګی پروسه دوام لری

د پناهنده ګی یا مهاجرت پروسه امکان لری چه څومیاشتی او یا هم تر کال پوری دوام وکړی. کله مو چه هم غوښتل له کمپ څخه

باندی ژوند وکړی نو تاسو خپله به کور ځانته پیدا کوی او خپله به قرارداد ورسره امضا کوی . او ورسته له هغه به د کور مالک سره

مو چه کوم قرارداد امضا کړی کمپ ته ور وړاندی کړی او تر هغه ورسته به د پناهنده ګی دولتی اداره ستاسو نوی

.آدرس به ستاسو د راجستر کارت کښی ولیکی

که یووار له کمپ څخه ووځی او بل چیرته په کرایه ژوند کولو ته لاړشی او ورسته که په هر علت لکه دا چه د کرایه لپاره پیسی

.نه لری او داسی نور علتونو له کبله دوباره کمپ ته مراجعه وکړی نو ستاسو منل به بیا آسانه نه وی

په هغه پته کښی چه ژوند کوی ، هغه پته باید د پناهنده ګی د اداری .د کارکوونکو له خوا ستاسو د راجستر په کارت کښی لیکل شوی وی

له همدی کبله هر کله چه ستاسو پته او یا ستاسو تلیفون نمبر تغیر وکړی نو

.تاسو باید په یو لیکل شوی درخواست کښی د پناهنده ګی اداره خبره کړی

تر څو هغوی ستاسی نوی پته ستاسو د راجستر کارت کښی بدله کړی نوکله چه د پناهنده ګی اداره ستاسو دقیق پته

ولری نو تاسو به د خپل مصاحبه څخه په خپل وخت خبر کیږی . او که چیری د پناهنده ګی اداره ستاسو د هستوګنی غلطه آدرس

ولری نو تاسو کیدای شی د خپلی پناهنده ګی له مصاحبه سره په خپل وخت خبر نه شی اودا سبب د دی شی چه ستاسو د پناهنده ګی

.کارونه ورسته ولویږی او کیدای شی تاسو ټول خپل حقوق په بلغاریا کښی له لاس ورکړی

تاسو باید سمدلاسه دخپل آدرس د بدلیدو څخه خپله درخواستی ورکړی ، که چیری مو دا کار و نه کړ نو سره له دی چه ستاسو

.د پناهنده ګی کارونه به مشکلات پیدا کړی د دی ترڅنګ تاسو امکان لری د بلغاریا پولیسو سره هم له مشکل سره مخامخ شی

د پناهنده ګی د اداری په کمپ کښی بل تړلی کمپ هم شته . دغه کمپ د مهاجرینو د نیولو پولیس څخه په بوسمانسی او لوبیمتس

کښی دی فرق لری . دی پناهنده ګی اداری د کمپ ته هغه کسان اچوی چه جدی خلاف کارونه یی کړی وی . او یا یی هم څوواری

خلاف کارونه کړیوی . کمپ کښی ګډودی جوړه وی او یا هم په بل کوم جنایت تورن وی . د مثال په توګه که چیری څو واری له

.بلغاریا څخه په غیر قانونی وتلو لاس پوری کړی وی

.په دی تړلی کمپ کښی هغه کسان هم ساتل کیږی د کومو چه اصلی پیژند نه معلومه نه وی

هغه کسان چه په تړلیو کمپ کښی ساتل کیږی د دی امکان شته چه دی دوی د پناهنده ګی کار تر هغه ودریږی ترسو چه دوی په دی

.کمپ کښی وی

.دوی کولای شی چه له دی کمپ څخه د راوتلو لپاره محکمی ته درخواست ورکړی