هغه څوک دی ، چه زما مدافع وکیل ویل کیږی

UNACCOMPANIED CHILDREN
Audio file
Video file

 که چیرې په بلغاریه کښې بې له موراو پلاراو یا د کورنۍ غړۍ چه ستاسره وی ،یې نو په هغه صورت کښې د بلغاریې دولت ته ضروردی چه تاته یوځانګړۍ سړۍ وټاکی چه د تا په مسّله کښې مسؤل اوځواب ورکوونکې وی ، دغه سړۍ د تا «مدافع وکیل » دۍ چه کولای شی دغه کس ښځینه او یا نارینه وي . 

دغه مدافع وکیل د تا د پروسیجروپه سمه او دقیقه توګه د مخ ته وړلو په هکله مسؤل دی او دغه دنده لری چه د تا د حقوقو نه دفاع وکړی .دغه وکیل ته د بلغاریې د دولت لخوا نه پیسې ورکول کیړي ، لدغه کبله چه د تا د حقوقو نه دفاع او د تا نه ملاتړ کوی ته هیڅ ډول پیسې ورته نه ورکوې 

د مهاجرینود ادارې کارکوونکې ، هغه څوک چه د تا پروسیجرمخته بیایي او ټاکل شویده هغه مکلفیت لری چه تراووه ورځونه وروسته له هغه نه چه ته راجستر( نوم لیکنه ) شوی یې تا ته یو سند ورکړی چه په هغه کښې د تا د وکیل نوم چه تاسره د تا د کډوالۍ په پروسیجر کښې مرسته کوی او څه ډول کولای شې چه هغه سره اړیکې ونیسې ، لیکل شوی وی ، چه دغه کس کولای شی ښځینه او یا نارینه وی . 

 د تا مدافع وکیل مخکښې له هغه نه چه د کډوالو ( مهاجرینو ) د ادارې لخوا نه تاسره مرکه « انټرفیو » وکړی باید تاسره وګوری ، ترسو چه هغه ټپوسونه چه د کډوالو د پروسیجر په هکله په بلغاریه کښې او همدارنګه د تا د پروسیجر په هکله لرې هغه ته تا ته ځواب ورکړی .

 مدافع وکیل مؤظف دی چه دتا په ټولومرکې « انټرفیو» کښې چه د کډوالو(مهاجرینو ) د ادارې لخوا نه تاسره کیږی حاضر وی ، او همدارنګه هروخت کښې چه تا ته کوم سند ورکوی چه لاسلیک یې کړې وکیل باید حاضر ووسي . 

هیڅ څوک حق نلری چه تا مجبور کړی او یا په زوره په کوم اسنادونو او یا کوم بل ورقونو کښې لاسلیک وکړۍ که چیرې د تا وکیل تاسره نه وي .