آیا زه یو بی سر پرسته ماشوم یم ؟

UNACCOMPANIED CHILDREN
Audio file


د بلغاریا د قانون مطابق هغه چا چه د ۱۸ کلو عمر نه وی پوره کړی  نه شی کولای په تنها ډول د پناهنده ګی پروسه د
بلغاریا د دولت مقابل کښی مخ ته بوځی . تر ۱۸ څخه چه عمر مو کم وی تر ۱۴ کلن پوری ستاسو مور یا پلار باید د

پناهنده ګی پروسی لپاره امضا وکړی . که چیرته مو عمر له  ۱۴ کلو پورته نه وی تاسو کولای شی په اسنادوکښی امضا

وکړی خو ستاسو د پلار یا مور امضا د تصدیق په طور هم ضرور ده . که چیرته بلغاریا ته یواځی راغلی یی بی له مور

.او پلارڅخه او عمر  تر ۱۸ کم وی تاسو د بلغاریا د قانون په اساس بی سر پرست ماشوم یاست 

که چیر ته ستاسو مور او پلار ستاسو سره په بلغاریا کښی نه شته ، پدی خاطر چه نه پوهیږی هغوی چیرته دی ، او یا هم

په لاره کښی سره جدا شوی یاست او یا هم وفات شوی دی  په دی صورت کښی تاسو حق لری چه بدون د هغوی له لاس

لیک یا امضا څخه د پناهنده ګی لپاره درخواست ورکړی او د بلغاریا د دولت څخه د ستاتوت یا وصعیت درخواست وکړی

.او په دی هیواد کښی پاتی او ژوند وکړی
که چیر ته تر ۱۸ کلو کم عمر یاست او د بغاریا له دولت
څخه ستاتوت غواړی تاسو د ځانګړی یا مخصوص پروسی حق
لری . مهربانی وکړی له هغو سازمانونو څخه چه په کمپ
.کښی دی د خپلو حقوقو پوره پوښتنه وکړی