د دوبلین پروسه

PROCEDURE
Audio file

پس له هغه چه تاسو راجستر شی یو کس د پناهنده ګی اداره د کارکوونکو له جملی انتخاب کیږی چه تاسوته ستاسو د پناه
(غوښتنی کارونو په مورد کښی پوره معلومات په خپل وخت ورکړی. دا کس ته انترفیوست وایی (مصاحبه کونکی

مهربانی وکړی د دی کس نوم په خپل یاد کښی وساتی . تر دی ورسته دا کارکوونکی تصمیم نسی چه ستاسو د پناه

غوښتنی درخواست په بلغاریا او یا په بل اروپایی هیواد کښی ځواب پیدا کړی . د دی تصمیم نیولی پروسه د دوبلین

.پروسیجر نوم لری

که چیرته تاسو نزدی خپلوان په بل اروپایی هیواد کښی ولری او هغوی هلته ستاسو له راتګ څخه مخکی هلته وه او تاسو

.وغواړی چه ستاسو پناه غوښتنی درخواست په هغه هیواد کښی وشی نوتاسی لاندی شرایط باید ولری

. تاسو ماشوم او یا تر ۱۸ کالو کم عمر لری او په بل اروپایی هیواد کښی ستاسو ـ پلار ، مور ، ورور ، خور ، نیکه

اویا نیا وی ؛

. که چیرته په بل اروپایی هیواد کښی ستاسو میرمن او یا خاوند وی ؛

. او که چیرته په بل اروپایی هیواد کښی ستاسو ماشوم او یا زوی چه بالغ شوی نه وی ماشومان وی ؛

د پناهنده ګی اداره په هیڅ کله هم ستاسو خبر ستاسو د خپلوانو په مورد کښی چه په بل اروپایی هیواد کښی دی ونه منی که

تاسو د خپل خپلوانو په مورد کښی خپل مصاحبه کونکی ته په خپله اوله مرکه کښی نه وی ویلی او ځینی اسنادونه اصلی

او یا فوتوکاپی او یا الکترونیکی د موبایل په زریعه نه وی ورکړی . هغه اسنادونه لکه ( نکاح نامه ، دزیږیدو تضدیق ، او

.(هم دهغوی د اوسیدو اسناد په بل اروپایی هیواد کښی

بغیرله دی نه تاسو باید په لیکل شوی لیک کښی امضا وکړی چه تاسو غواړی چه بلغاریا تاسو بل اروپایی هیواد ته

.ولیږی

.او هم ستاسو خپلوان لکه زوی ، لور ، خور ، ورور هم باید په همدی شکل لیک ولیکی او امضای کړی

او د پناهنده ګی اداری ته د پوست ، فکس او یا ایمل په زریعه راولیږی او ستاسو د تګ اوهلته د ژوند کولو غوښتنه

.وکړی

.دا غوښتنه باید ډیر زر بی له دی نه چه وخت ضایع شی ورکړشی

د دوبلین پروسه درخواست کول دری میاشتی ده چی .ستاسو د راجستر له وخته په اداری کښی شروع کیږی

که چیرته د دوبلین په وخت یا موده کښی د خپلی کورنی په

مورد کښی چه په بل اروپايی هیواد کښی دی معلومات ورنکړی

امکان لری تاسو هغوته د ورلیږلو حق له لاس نه ورکړی . ښه خبره دا ده چه ژرتر ژره ورسته له راجستر کیدلو څخه د

هلسنګی وکیلانو څخه مرسته وغواړی . هغوی به تاسو سره د اسنادو په جوړولو کښی مرسته وکړی او ستاسو د لیږلو

. پروسه به بل اروپايی هیواد ته چی هلته ستاسو نور کورنی ده په لاره واچوی او شروع یی کړی