د راجستر کیدو وخت کښی څه واقعه کیږی ؟

REGISTRATION
Audio file

کله چه تاسو د پناهنده ګی په کمپ کښی یاست د همدی کمپ کارکوونکی تاسو د یو خارجی په نام چه بلغاریا کښی پناه
.غواړی راجستر کوی او د تاسو نوم لیکی

مخکی له دی چه په کمپ کښی ځای پر ځای شی تاسو د اسلحی او یا غیر قانونی شیانو لپاره تلاشی کیږی . تاسو حق لری

.چه د هم جنس کارکوونکی له خوا تلاشی شی . یعنی ښځو لپاره ښځه او نارینه و ته نارینه

تر دی ورسته له تاسو څخه ټول اسناد چه تاسو سره وی اخیستل کیږی او اداره ته سپارل کیږی . او ستاسو اسناد له

.اداری  سره تر ستاسو آخری ځواب پوری پاتی کیږی . د اداری کارمند تاسوته ستاسو اسنادو په مقابل کښی رسید درکوی

په دی سند کښی باید ټول ستاسو اسناد ذکرشوی وی او کارکوونکی باید امضا کړی وی . ورسته تاسوته د دی امضا شوی

سند په مقابل کښی ستاسو اسناد دوباره درکول کیږی . ورسته بیا ستاسو تصویر او ستاسو د ګوتو نښه اخلی . ورسته له

هغه له تاسو څخه هیله کیږی که چیرته سواد لری تاسو خپل نوم ، پلار او مور نوم ، خور او ورور ، ښځه او یا میړه

او بچیانو که لری نومونه یی په خپل لاس ولیکی . که چیرته لیکل او لوستل نه شی کولای نو له تاسو به وغوښتل شی

چه په خپله ژبه یی نومونه ووایی . که چیرته تاسو نومونه دقیق ونه لیکی کیدای شی ورسته له دی چه تاسو ته دایمی

.ویزه درکړل شی او یا هم وغواړی د کورنی نورو غړو سره یو ځای شی ، مشکلات پیدا کړی

.غلط نوم ورکول دیر به اثرات ورسته لری او امکان لری غلط نوم ورکول د تاسو د نه منلو

.اوپناهنده ګی سبب وګرځی

.د راجستر کیدو وخت کښی د اداره کارکوونکی د ترجومانانو په مرسته له تاسو څخه پوښتنی کوی

ټول را ټول شوی معلومات له تاسو څخه ستاسو راجستر پانه کښی لیکل کیږی او امضا کیږی . ورسته تاسو د صحی

معایناتو لپاره داکتر ته استول کیږی . هلته به تاسوته طبی معانیی او لابراتواری معانیی تر سره شی . تر هغه چه د

معایناتو نتیجه راځی که چیرته تاسو کښی د ساری ناروغیو علایم ولیدل شی نو تاسو به په ځانګړی کوټه کښی جدا

.وساتل شی . ورسته په آخرکښی تاسوته د یاداشت نامه سند درکول کیږی

کله چه تاسوته د موقتی اوسیدو سند درکول کیږی نو

تاریخ او ساعت ته یی په غور وګوری . دی سند ته په

بلغاریا کښی « ریګستراڅیانه کارته » وایی . کیدای شی

چه که چیرته ترجمان نه وی چه تاسوته دی فوری راجستر

issuenote_0.png

کارت جوړ شی نو امکان لری چه دا یادداشت نامه تاسوته

.درکړل شی . نطفآ د دی سند تاریخ او وخت ته پاملرنه وکړی

ورسته له دی چه دا تول پروسی د راجستر لپاره سرته ورسیدی تاسو به کمپ کښی ځای پر ځای کیږی . که چیرته امکان