د محکمی عمل کول

APPEAL
Audio file

د محکمی پروسی هم نظر په دی چه تاسو ته مخکی له دی چه منفی ځواب ورسږی کومی پروسی شوی دی ، فرق .یا توپیر کوی

که چیری ستاسو د منفی ځواب په پاڼه کی ۷ ورځی وخت درکړی شوی وی نو دا په دی معنی ده چه دا تصمیم په

بیړنی یا عاجل توګه نیول شوی ده ، یا هم بعد له دوباره درخواست څخه ، او یا هم دا چه دغه نفر یا کس ته اجازه

.ورکړل شی د پناهنده ګی نوی پروسی ته ورسیږی او که نه

که چیرته ستاسو منفی ځواب لیک کښی ۱۴ ورځی وخت د دوباره نظر لپاره درکړی شوی وی نو دا په دی معنی

ده چه ستاسو د پناهنده ګی درخواست ته یاد وضعیت یا ستاتوت لپاره په بلغاریا کښی د پناهنده ګی د عمومی پروسی په

.څیرلیدل شوی دی

د عاجل منفی ځواب د دوباره نظر درخواست په وخت کښی (ګړندی پروسه )محکمه ستاسو درخواست نظر به هغه آدرس

.چه ستاسو د راجستر کارت کښی او درخواست کښی ليکل شوی دی ګوری . او د محکمی ځواب آخری دی 

.د دوباره نظر درخواست د عمومی منفی ځواب لپاره (عمومی عمل کرد) ستاسو عرض د دو محکمو له خوا څیړل کیږی

دا په دی معنی ده چه که تاسو د اولی محکمی له ځواب سره توافق نه لری تاسو کولای شی د دوباره نظر لپاره د اداروی

.عالی محکمی ته درخواست ورکړی

د اولی محکمی ځواب تاسو ته د محکمی د پوسته رسونکی په وسیله رسول کیږی . د محکمی کارکوونکی دا لیک تاسو ته

.په هغه آدرس درلیږی کوم چه تاسو په خپل شکایت لیک کښی لیکلی دی

ډیره مهمه ده چه که چیری ستاسو آدرس تغیر وخوری نو په لیکل شوی توګه محکمه ته د خپل نوی آدرس یا پته معلومات

ورکړی .که چیرته د اول محکمی ځواب منفی وی د دی لیکلو لپاره تاسو کولای شی چه د هلسنکی له وکیلانو او یا

دولتی وکیلانو څخه مرسته وغواړی . او تاسو د خپل آدرس د بدلیدو عریضه په خپل وخت ورنه کړی نو تاسو خپل حق

د پورته محکمی لپاره له لاسه ورکوی . تاسو کولای شی چه په محکمه کښی ترجمان ته په خپله ژبه ووایی . او که چیرته

ترجمان ستاسو په ژبه په سمه توګه خبری نه شی کولای نو تاسو دا خبره محکمی ته ووایی او کولای شی ترجمان بدل

.کړی

تاسو محکمی ته ټول اسنادونه او هغه سند چه ستاسو هویت ثابت کوی وړاندی کړی . او هم ټول هغه دلیلونه چه تاسو

ولی خپل وطن پریښود او ولی بلغاریا کښی پناه غواړی محکمی ته وړاندی کړی . که چیرته قاضی ونه غواړی چه له

تاسو اسنادونه واخلی تا سو ورنه خواهش وکړی تر څو چه واخلی چه دا ستاسو حق دی . که چیرته قاضی ستاسو د منفی

ځواب د دوباره نظر لپاره مثبت ځواب ورکړی نوخپله قاضی د اداری ته امر کوی تر څو چه ستاسو درخواست

بلغاریا ته د پناهنده ګی لپاره دوباره وڅیړی . او ستاسو باره کښی دوباره تصمیم ونسی . نو په دی وخت کښی

.مرکه کوونکی شاید تاسی دوباره اضافی مرکی لپاره وروغواړی

که چیرته محکمه ستاسو د دوباره نظر درخواست لپاره منفی ځواب ورکړی تاسو حق لری چه عالی اداروی محکمی ته

.عرض وکړی . دا حق په یو صورت کښی لری که چیرته ستاسو پناهنده ګی پروسی ته په عمومی شکل کتل شوی وی

که چیرته د اداری ستاسو د پناهنده ګی پروسی ته په عاجل توګه تصمیم نیولی وی نو تاسو عالی محکمی ته د عرض

حق نلری او د پناهنده ګی وضعیت یا ستاتوت لپاره منفی ځواب تاسوته آخری ځواب کیدی شی . په دی ډول تاسو په

.بلغاریا کښی د پناهنده ګی حق له لاسه ورکوی او امکان لری چه تاسو هغه هیواد ته له کوم چه تابعیت لری دیپورت شی