د پروسه په جریان کښی اسناد

DOCUMENTS
Audio file

ستاسو له راجستر کیدو څخه ورسته په حیثیت د یو پناهنده چه په بلغاریا کښی پناه غواړی هغه ټول ملی اسناد چه تاسو له
.ځان سره لری د پناهنده ګی د دولتی اداری کارکوونکو ته وسپاری

.د دغو اسنادو په عوض تاسو ته په دری ورځو کښی د ننه د راجستر کارت درکول کیږی

.چه دا کارت ستاسو سند کیږی ستاسو د پناهنده ګی په ټولو پروسه کښی

.څو ورځی ورسته ستاسو له راجستر کیدو څخه به تاسوته خپل کارت ورسیږی چه په لاندی ډول به لیدل کیږی

دغه معلومات بکښی لیکل شوی وی ـ

regcard.png

نوم او عکس –
د زیږیدو نیټه –
( جنسیت ( ښځه یا نارینه –
ماشومان چه د ۱۴ کالونه کم وی د تاسو سره وی –
دزیږیدو ځای –
( ستاسومخصوص نمبر ( ل ، ن ، چ –
(هغه آدرس چه تاسی په بلغاریا کښی پکښی ژوند کوی ( کمپ آدرس یا د باندی آدرس –

. د کمپ هغه ساحه چه تاسو پکښی آزاد بدون د پناهنده ګی اداری له اجازه څخه پکی ګرځیدای شی

دا کارت د بلغاریا پولیس ته دا معلوم کوی چه تاسو د پناهنده ګی په دوران کښی یا ست او تاسو په بلغاریا کښی پاتی کیدای

.شی تر څو چه تاسو ته آخری ځواب ورسیږی

د راجستر کارت یو موقتی سند دی . دا کارت اکثرآ ۳ میاشتی اعتبار لری او په آسانی تمدید کیدلی شی تر هغو پوری چه

.ستاسو په مورد کښی آخری تصمیم ونیولی شی .دا په دی معنی ده چه د محکمی په جریان کښی هم تمدید کیدای شی

د پناهنده ګی پروسی په جریان کښی موکه د کارت تاریخ نزدی وی نو په بیړه پناهنده ګی اداره ته ورشی او خپل کارت

.تمدید کړی

که خپل آدرس ته تغیر ورکوی نو اول د پناهنده ګی
د اداری اجازه واخلی اوورسته به هغوی ستاسو نویی آدرس ستاسو
.کارت کښی ولیکی تر څو د پولیس سره مشکل ونلری
تر هغو پوری چه پناهنده ګی په پروسی کښی یاست له دی کارت سره

په بلغاریا کښی ژوند کولی شی . د کنترول په وخت کښی باید خپل کارت پولیس ته وښیی . دری میاشتی ورسته له

راجسترکیدوتاسو ته دا کارت د کارکولو اجازه درکوی . ستاسو له درخواست سره سم د پناهنده ګی اداره تاسوته د کارکولو

.اجازه نامه درکوی

!د راجستر د کارت په زریعه تاسو نشی کولای چه

سرحدی منطقونه لاړشی او یا په غیر قانونی توګه له بلغاریا ووځی –

نکاح وکړی –

پیسی ولیګی او یا را لیږل شوی پیسی له بانک نه واخلی –