هغه کس څوک ده چه زما نماینده نومیږی ؟

UNACCOMPANIED CHILDREN
Audio file

که چیر ته په بلغاریا کښی یاست خو ستاسو سره مور او پلار نشته او هم نه کوم نژدی خپلوان در سره شته نو دولت باید

تاسو ته یو مخصوص کارکوونکی وټاکی تر څو ستاسو د پناهنده ګی پروسه په ښه ډول مخ ته یوسی او ستاسو ټول حقوق

لاس ته راوړی . د دی کارمند یا کارکوونکی نوم « نماینده » ده . دا نماینده کیدای شی چه نارینه او یا ښځه وی او د هغی

ناحیه له خوا چیر ته چه ستاسو کمپ دی تعین کیږی . د بلغاریا دولت په تیره بیا د پناهنده ګی اداری او ستاسو مرکه

کوونکی وظیفه لری چه له دی کس سره چه ستاسو نماینده ده ستاسو لپاره د ملاقات وخت برابر کړی او ستاسو په ملاقات

کښی ترجمان هم باید وی تر څو وکولای شی خپل نماینده سره په آسانی خبری وکړی . ستاسو نماینده وظیفه لری چه په

ټولومرکوکی چه د پناهنده ګی اداره سره کوی او یا اسناد امضا کوی موجود وی . هر کله چه هم مشکل ولری کولای شی

.له خپل مرکه کوونکی څخه وغواړی چه خپل نماینده سره وګوری