پناهنده ګی څه ته وايي ؟

ASYLUM
Audio file

.په ځینو هیوادونوکښی د هغه هیوادو د حکومت له خوا د هغه هیواد د هیوادوالو حق او حقوق تر پښو لاندی شوی دی

دا حکومتونه د نژاد ، مذهب ، عقیدی سیاسی مفکوری او داسی نورو دلایلو په وسیله د دی خلکو حقوق او آزادی تر پښو

لاندی کوی . دا محدودیتونه او بندیزونه کیدای شی چه ، فزیکی ، روانی ، نیولو ،پولیس ،دعوا ، محکومیت او یا ځینو

کاروکولو بندیز وی .د مثال په ډول ، له دولتی کار څخه لری کول ، مکتب ، د حزب غړیتوب ، مظاهرات مخنیوی او

.داسی نور. په هیڅ هیواد کښی ، حکومت حق نلری چه د هیوادوالو حقوق تر پښو لاندی کړی او یا پرهغو بندیز ولګوی

هر انسان بدون له دی چه هغه نارینه وی یا ښځه او یا هم ماشوم وی تر هغه چه نوروته مزاحمت نه وی د آزاد ژوند

حق لری . له هم د هیوادوالو حقوق د حکومت له خوا نه بلکه د نورو سازمانو یا ګروپونو له خوا چه حکومت یی مخنیوی

.نشی کولای د خلکو حقوق له پښو لاندی کیږی او حکومت د دی ګروپو مقابل کښی توان نه لری

په ځینو نورو هیوادو کښی جګړه ده چه د هیوادوالو ژوند په خطره کښی اچوی . دا جګړه کیدای شی بهرنی او یا کورنی

.او یا دواړه وی

کله چه د یو سړی ژوند په خطر کښی وی او حکومت یی نه شی کولای هغه وژغوری ، او یا هم خپله هغه حکومت

سبب وی ، نو دا سړی کولای شی چه د ژوندی پاتی کیدو لپاره د نور هیوادو څخه مرسته وغواړی او د بل هیواد

څخه د اوسیدو ویزه وغواړی . دی امکان ته پناهنده ګی وایی او په اروپا کښی ورته بین المللی حمایت وایی .هغه کسان چه له خپل هیواد څخه تښتی او له بل هیواد څخه پناهنده ګی غواړی ، دی کسانوته پناهنده وایی