په بلغاریا کښی چاته پناهنده ویل کیږی ؟

ASYLUM
Audio file

بر خلاف د مهاجر ، پناهنده هغه څوک نده چه په خپله خوښه یی خپل هیواد د کار ، تحصیل او یا ژوند کولو په بل هیواد
کښی پریښی وی . پناهنده د جنګ ، نا امنی ، او د مرګ د خطر په خاطر له خپل هیواد څخه تښتیدلی وی . د بلغاریا دولت

په لنډه موده کښی نه شی کولای پوه شی چه دا سړی پناهنده ده او که مهاجر . نو په دی ډول د بلغاریا دولت لکه نورو

اروپایی هیوادو په شان ځینی اصول جوړ کړی دی چه آیا دا سړی رښتیا وایی اوکه نه ، آیا حق لری چه په بلغاریا کښی

پناهنده شی او که نه ، او یا هم د غیر قانونی په خاطر راغلی ده نه شی کولای بلغاریا کښی پاتی شی . تر هغه پوری

چه دا روښانه کیږی چه دا سړی پناهنده دی او یا که نه دا سړی په بلغاریا کښی پاتی کیدای شی . نوتر هغه پوری چه د

دی سړی لپاره آخری ځواب نه وی رسیدلی پناهنده او یا د پناهنده حمایت نومول کیږی او حق لری د بلغاریا په خاوره

کښی پاتی شی اوهغه ګاونډی هیواد نه او یا خپل هیواد ته ونه لیږل شی . نو تر هغه پوری چه آخری ځواب درته نه وی

.رسیدلی په بلغاریا کښی پناهنده دی او معلومه نده چه په بلغاریا کښی به پناهنده پاتی شی اوکه نه