څه باید وکړم ، که چیرته ستاتوت لپاره منفی ځواب په بلغاریا کښی واخلم

UNACCOMPANIED CHILDREN
Audio file

که چیرته منفی ځواب د ستاتوت لپاره درکړه ، تاسو زر تر زره خپل نماینده یا وکیل ته خبر ورکړی . که چیرته دوی

.تاسو سره نه وی هغه وخت چه تاسوته مرکه کوونکی منفی ځواب درکوی

که چیرته وکیل نه لری او نه شی کولای له نماینده سره اړیکی ونیسی نو ډیر ژره هلسنکی کمیټی ته مراجعه وکړی

.ترڅو د هغوی د وکیلانوڅخه مرسته وغواړی

د هلسنکی کمنیتی شعبه او پته یا آدرسونه

bhc.jpg

د بلغاریا هلسنین کمیټه

صوفیه ، کوڅه . « وزونجوفسکه » نمبر ۱ منزل ۳
تلیفون: 00 359 2 981 3318
تلیفون: 00 359 2 980 2049
www.bghelsinki.org


bhc.jpg

د بلغاریا هلسنین کمیټه

سفیلنګراد ، کوڅه . « ګنرال ستروکوف » نمبر ۵
تلیفون: 00 359 379 63 118
www.bghelsinki.org


bhc.jpg

د بلغاریا هلسنین کمیټه

خرمانلی ، ژ . ک . « دروژبه » نمبر ۲۳
د کمپ اداروی تعمیر اول منزل
تلیفون: 00 359 2 980 2049
www.bghelsinki.org

لازم ده چه ډیر ژر ستاسو وکیل ستاسو درخواست د بیا کتلو لپاره د هغو دولتی مقاماتو په مقابل کښی برابر کړی کوم

چه تاسوته منفی ځواب درکړی دی . دا درخواست باید تاسو او ستاسو نماینده امضا او د پناهنده ګانو مرکز ته کوم چه

تاسوته راجستر کارت درکړی یوسی او هغوی ته تسلیم کړی . د اداری کمیټه وظیفه لری چه له تاسو ستاسو درخواست

واخلی او د هغه یوه ټا په شوی کاپی له تاریخ سره تاسوته بیرته درکړی . دا درخواست باید په خپل وخت کښی ورسته له

منفی ځواب څخه ورکړ شی . د مهلت داندازه یا ورځو په باره کښی تاسی باید څه غلطی ونه کړی او په هغوپره

.ورځوکښی درخواست د دوباره نظر لپاره ورکړی

د دی مهلت ورځی ستاسو د منفی ځواب پاڼی په آخر قسمت کښی

.لیکلی وی . چه یا ۷ ورځی او یا ۱۴ ورځی وی

.وروسته له هغه خپل وکیل ته يي په دی مهلت کښی تسلیم کړی

او که د هلسنکی وکیلانو له خوا ستاسو درخواست جوړ شوی وی نو دوباره يي د هلسنکی کمیتی ته په خپل وخت کښی

تسلیم کړی . ورسته له یوه مودی یا وخت څخه تاسو ته ستاسو د درخواست د رسیدلولیک چه تاریخ او وخت پکی لیکل

شوی وی رارسیږی . نو تاسو به دا لیک خپل وکیل ته چه ستاسو سره د مرکو په وخت کښی وه ورسوی . که چیر ته

دمرکو په وخت کښی تاسو سره وکیل نه وه او ستا درخواست د هلسنکی وکیلانو لیکلی وی نو دا احوال او لیک هغوی ته

.ورسوی . او هغوی به تاسو ته وايي چه ستاسو درخواست لپاره به محکمی ته تاسو لپاره څوک راځی